تجارت ۵ مئی ۲۰۲۶

په اپرېل کې سوداګریز کسر ۴۳.۵۰ سلنه زیات شوی، راپور

اسلام‌آباد: د پاکستان د احصائیې فدرالي ادارې د راپور له مخې، د هېواد سوداګریز کسر او واردات زیات شوي دي۔راپور ښيي چې د اپرېل په میاشت کې د میاشتني بنسټ پر اساس سوداګریز کسر ۴۳.۵۰ سلنه لوړ شوی، په داسې حال کې چې واردات ۲۸.۴۱ سلنه زیات شوي دي۔د راپور له مخې، په همدې موده کې صادرات هم ۹.۵۰ سلنه زیات شوي دي۔ اپرېل کې واردات ۶ اربه او ۵۵ کروړه ۳۰ لکه ډالرو ته رسېدلي دي۔د احصائیې ادارې په وینا، اپرېل کې صادرات ۲ اربه او ۴۷ کروړه ۹۰ لکه ډالر ثبت شوي، او د دې میاشتې سوداګریز کسر تر ۴ اربه او ۷ کروړه ډالرو زیات و۔راپور زیاتوي چې د کلني بنسټ پر اساس اپرېل کې سوداګریز کسر ۳.۸۳ سلنه لوړ شوی، واردات ۷.۴۶ سلنه زیات شوي، او صادرات ۱۴.۰۳ سلنه لوړ شوي دي۔د جولای ۲۰۲۵ نه تر اپرېل ۲۰۲۶ پورې، سوداګریز کسر ۲۰.۸۰ سلنه زیات شوی، او د روان مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې ټول کسر ۳۱ اربه او ۹۹ کروړه ډالر ته رسېدلی دی۔د احصائیې ادارې په وینا، په دې موده کې واردات ۶.۹۴ سلنه زیات شوي او حجم یې ۵۷ اربه او ۲۰ کروړه ډالر ته رسېدلی دی۔په مقابل کې، صادرات ۶.۲۵ سلنه کم شوي او ټول حجم یې ۲۵ اربه او ۲۱ کروړه ډالر پاتې شوی دی۔