اسلاماباد (وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج لګول د اساسي قانون، ډیموکراسۍ او د ولسي رایو له واک سره په ټکر کې بللي او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په څېر پېچلې ستونزې حل د ټاکل شوې صوبايي حکومت په لرې کولو کې نه، بلکې په ملي اتفاق، اغېزمنې تګلارې او د اغېزمنو سیمو د خلکو په مشوره کې دی. نوموړي په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل چې پښتنو د ترهګرۍ له امله درانه ځاني، اقتصادي او ټولنیز زیانونه ګاللي دي، نو د هغوی د قربانیو منل او ټاکل شوو استازو ته په پرېکړو کې مرکزي رول ورکول اړین دي. هغه پوښتنه وکړه چې که د صوبايي حکومت نه همکاري د ترهګرۍ د دوام لامل بلل کېږي، نو بیا ولې په بلوچستان کې له وفاقي حکومت سره د همکارۍ باوجود ناامني نه ده ختمه شوې؟ خوشحال خان کاکړ غوښتنه وکړه چې د قامي جرګې ګډ اعلامیه دې پارلمان ته وړاندې شي، د مذاکراتو په اړه دې د حکومت دریځ روښانه شي او د ملي تګلارو په جوړولو کې دې د پارلمان برلاسی یقیني شي. نوموړي وویل چې د پاکستان پیاوړتیا د اساسي قانون په واکمنۍ، صوبايي خپلواکۍ، د ټولو اکایو په مساوي حقونو او د ولسي رایو په درناوي کې ده.
