تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په مکه مکرمه کې په جومات کې د فحش عمل ادعا؛ بنګله‌دېشي سړي او ښځې ته د اعدام سزا

کوټه (وېب نیوز) د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د مکه مکرمه په یوه جومات کې د یوه مبینه فحش عمل په تور نیول شوي بنګله‌دېشي سړي نذرالاسلام عبدالبصیر او ښځې سیتي اختر ته د اعدام سزا ورکړل شوې ده. د سعودي د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دواړه تورن کسان نیول شوي او اړوندې محکمې ته وړاندې شوي وو. محکمې د تورونو له تایید وروسته، د جومات د تقدس د سرغړونې او د پېښې د شرایطو له امله د تعزیر له مخې د اعدام سزا واوروله. د سعودي چارواکو په وینا، لوړې محکمې هم د استیناف پر مهال پخوانۍ پرېکړه پر ځای پرېښوده او وروسته د شاهي فرمان له مخې د اکتوبر پر ۱۴مه د سزا عملي کولو اعلان وشو. خو چارواکو د ادعا شوي عمل د ماهیت، د پېښې د نېټې او د محکمې د پرېکړې او استیناف د رد کېدو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.