کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا تارړ ویلي چې د بېړني حالت له اعلان وروسته مناسبه وګڼل شوه چې ځینې کسان د امنیتي خوندیتوب په موخه تر څارنې لاندې ونیول شي. د ورځپاڼې جنګ د راپور له مخې، نوموړي د جیو نیوز په «کېپیټل ټاک» خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوه کاله وړاندې یې د پاکستان تحریک انصاف پر بندیز د اصولي پرېکړې خبره کړې وه، خو اوس حالات بدل شوي دي. هغه وویل چې تحریک انصاف د ترهګرۍ په اړه خبرو ته چمتو نه دی، خو د نیلي پاسپورټ او نورو امتیازاتو په اړه خبرې کوي. عطا تارړ د تحریک انصاف پر ځینو سیاسي اقداماتو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې د ګوند د لاریون پر لاره په ځینو سیمو کې ځايي خلک د وسلهوالو له ګواښونو سره مخ وو. نوموړي کوهاټ ته د یوه شهید پولیس سرتېري د کور د لیدنې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې تر تګ مخکې ورته د احتمالي پېښو په اړه پیغام رسېدلی و.
