تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د اوږده لاریون له لارې لا هم فدرالي حکومت نسکورولای شو، اسد قیصر

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر او د ملي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر ادعا کړې چې د دوی ګوند لا هم د اوږده لاریون له لارې فدرالي حکومت نسکورولای شي، خو د سولې د ټینګښت لپاره یې اوس مهال خپلو پلویانو ته ویلي چې سړکونو ته دې نه راوځي او انتظار دې وکړي. د ورځپاڼې جنګ د راپور له مخې، اسد قیصر د جیو نیوز په «کېپیټل ټاک» خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې باید د ګرانۍ، بې‌روزګارۍ او نورو مهمو ستونزو په اړه بحث وشي. نوموړي د نیلي پاسپورټ د اسانتیا په اړه وویل چې په دې موضوع به له ګوندي ملګرو سره مشوره وکړي او تر اوسه په ګوند کې پرې بحث نه دی شوی. هغه په فرانسه کې لاریونونو ته په اشارې وویل چې هلته له لویو پېښو سره سره ډزې نه دي شوې.