کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنو ملي ادارې د امریکا مطلوب کس فهیم اکرم له لاهوره نیولی دی. د بي بي سي اردو د راپور له مخې، نوموړی تورن دی چې د ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې یې د یوې وېبپاڼې له لارې تر ۵۰ لکو زیات جعلي امریکايي پوستي ټکټونه او د لېږد رالېږد نښې پلورلې دي. د امریکايي چارواکو په وینا، د دې احتمالي درغلۍ له امله د امریکا پوستي خدمتونو ته تر ۱۲۶ میلیونه ډالرو ډېر زیان اوښتی، چې ارزښت یې د پاکستان په پیسو شاوخوا ۳۵ میلیارده روپۍ ښودل شوی دی. امریکا د نوموړي په نیولو کې د مرستې په بدل کې د یو لک ډالرو انعام هم اعلان کړی و.
