خضدار (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ اپوزېسیون مشر میر یونس عزیز زهري ویلي، مولانا فضل الرحمن یو تجربهکار، هوښیار او مدبر ملي مشر دی چې د سیاسي کړکېچونو پر مهال یې د خبرو اترو او روغې جوړې له لارې د ستونزو د حل هڅې کړې دي. نوموړي وویل، مولانا فضل الرحمن د ولسواکۍ او اساسي قانون د برلاسۍ لپاره مبارزه کړې او ملي ګټې یې تر شخصي ګټو مهمې ګڼلې دي. میر یونس عزیز زهري پر مسلم لیګ (ن) نیوکه وکړه او ویې ویل چې جمعیت په سختو وختونو کې له دې ګوند سره مرسته کړې، خو د هغه په وینا، اوس د ولسواکۍ په زیانمنولو کې مسلم لیګ (ن) مخکښ دی. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان جمعیت علمای اسلام به د خپل مشر پر دریځ ولاړ وي او په هر ډګر کې به یې ملاتړ کوي.
