کوټه (ویب نیوز) افغان قومي موومنټ د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي نیول غندلي او د هغه د سمدستي او باعزته خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. د ګوند ویاند په یوه بیان کې د نوموړي نیول سیاسي غچ اخیستنه بللې او ویلي یې دي چې اصغر خان اڅکزی له اوږدې مودې راهیسې د ولس په خدمت او سولهییز سیاسي فعالیتونو کې بوخت دی. د ویاند په وینا، د ولسي حقونو لپاره د غږ پورته کولو په تور د سیاسي مشرانو نیول د ولسواکۍ له اصولو سره په ټکر کې دي. هغه غوښتنه وکړه چې سیاسي اختلافات دې د نیونو پر ځای د خبرو اترو او ولسواکو لارو له مخې حل شي.
