اسلاماباد، کوټه (ویب نیوز) د نېشنل ګوند په سېنېټ کې پارلماني مشر سناتور جان محمد بلېدي په بلوچستان کې د تخنیکي زده کړو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د صوبې له ۴۱ ضلعو څخه په ۲۰ کې هېڅ تخنیکي تعلیمي اداره نشته. نوموړي په سېنېټ غونډه کې د ملي تخنیکي او مسلکي روزنې ادارې «نیوټیک» سره د تړلو تعلیمي ادارو، زدهکوونکو او بورسونو په اړه معلومات وغوښتل. د غونډې د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د نیوټیک تر چتر لاندې ۱،۵۳۵ ادارې فعالیت کوي چې ۹۳ یې په بلوچستان کې دي او له دې ډلې ۴۷ په کوټه کې دي. جان محمد بلېدي د نیمګړو معلوماتو پر وړاندې کولو احتجاج وکړ او د موضوع اړوندې کمېټې ته د سپارلو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل، په بلوچستان کې تخنیکي زده کړو او بورسونو ته د پاملرنې او د اړوندو ادارو د فعالیتونو د اغېزمنولو لپاره بېړني ګامونه اړین دي.
