کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د کوټې ښار بېلابېلو سیمو ته ناڅاپي سفر وکړ او د امنیتي انتظاماتو او امن و امان وضعیت یې وکوت. د لیدنې پر مهال نوموړي امنیتي تدابیر وڅېړل او د اړوندو ادارو له خوا پر شویو انتظاماتو یې ډاډ څرګند کړ. میر ضیاالله لانګو وویل، د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او په صوبه کې د امن ساتلو لپاره ټول اړین ګامونه اخیستل کېږي. هغه له اړوندو ادارو وغوښتل چې د خلکو د خوندیتوب لپاره خپلې دندې په اغېزمن ډول ترسره کړي.
