کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي نیول غندلي او دا یې سیاسي غچ اخیستنه او د ولسواکه فضا د خرابولو هڅه بللې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي، د موجودو معلوماتو له مخې د مقدمې مدعي په محکمه کې لیکلی بیان وړاندې کړی و چې اصغر خان اڅکزی د هغه د زوی د وژنې په قضیه کې لاس نه لري. ګوند ویلي، په دې وضعیت کې نیول ګڼې پوښتنې راپورته کوي، نو د دې اقدام لاملونه دې روښانه شي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند ټینګار کړی چې سیاسي اختلافات باید د خبرو اترو او ولسواکو اصولو له لارې حل شي. ګوند غوښتنه کړې چې سیاسي مشرانو او فعالانو ته دې له وېرې پرته د سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړل شي او د هغوی اساسي حقونه دې خوندي وساتل شي.
