تازه خبرونه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پټرول ارزانه او ډیزل ګران شو؛ د نویو بیو اعلان

کوټه (ویب نیوز) حکومت د نفتي توکو په بیو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لېټر کې ۲ روپۍ او ۷۱ پېسې کمه شوې، خو د ډیزلو بیه ۳۱ پېسې لوړه شوې ده. د خپاره شوي خبرتیا لیک له مخې، د پټرولو نوې بیه په هر لېټر کې ۳۷۹ روپۍ او ۳۱ پېسې، او د ډیزلو بیه ۳۹۰ روپۍ او ۱۱ پېسې ټاکل شوې ده. نوې بیې به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۲مه نافذې وي.