کوټه (ویب نیوز) د ګوادر ترڅنګ د پاکستان او ایران پر پوله د ګبد په سرحدي لاره محدودې سوداګریزې چارې بېرته پیل شوې دي، چې ورسره د مالونو لېږد او د صادراتي توکو د ګمرکي تصفیې بهیر هم بیا پیل شوی دی. د ګمرک چارواکو په وینا، دا مهال یوازې هغو وارداتي موټرو ته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي چې له مخکې یې ګمرکي تصفیه شوې وي، خو د نورو توکو واردات او صادرات لا هم بند دي. چارواکو هیله څرګنده کړې چې د سرحدي لارې سوداګریز فعالیتونه به په پړاوونو کې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
