تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د دادو په قضیه کې بري شو

کوټه (وېب نیوز) د سند ایالت د دادو ولسوالۍ محکمې د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر د ۴۰/۲۰۲۶ شمېرې مقدمې څخه د شواهدو د نشتوالي له امله د برائت ورکولو حکم کړی دی. د اکتوبر پر ۲۱مه د اورېدنې پر مهال د نوموړي وکیل امداد حیدر سولنګي دلایل وړاندې کړل، چې وروسته اضافي سیشن جج سید احسان علي شاه د برائت پرېکړه واوروله. علي وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې له سکر زندان څخه تر ضمانت وروسته خوشې شوی و، خو بیا ونیول شو او وروسته د دادو زندان ته ولېږدول شو. خو له دې پرېکړې وروسته په نورو قضیو کې د هغه د قانوني وضعیت او خوشې کېدو په اړه لا نورو معلوماتو ته اړتیا ده.