تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د اصغر خان اڅکزي د نیولو پر ضد د عوامي نېشنل ګوند بېړنۍ غونډه، قانوني کمېټه جوړه شوه

کوټه (پ ر) د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي کابینې، مرکزي چارواکو، پارلماني ډلې، نیشنل لائرز فورم او پښتون سټوډنټس فېډرېشن ګډه بېړنۍ غونډه د ګوند د موقت صوبايي مشر جمال الدین رشتیا په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي پر نیولو او د مقدمې پر قانوني اړخونو بحث وشو. غونډې ته وویل شول چې د مقدمې مدعي محکمې ته په سپارلي حلفي بیان کې د اصغر خان اڅکزي او د هغه د کورنۍ پر ضد تورونه له بدنيتۍ ډک بللي، خو له دې سره سره د ضمانت د لغوه کېدو په اړه اندېښنې شته. غونډې د قضیې د قانوني اړخونو د ارزونې لپاره د کمېټې جوړولو پرېکړه وکړه او له نورو سیاسي ګوندونو سره د اړیکو او مشورې له لارې یې د راتلونکي تګلوري د ټاکلو هوکړه وکړه. همداراز پرېکړه وشوه چې د وطن شهید خان جیلاني خان اڅکزي د ۱۶مې او د شهید ډیورنډ اسد خان اڅکزي د شپږمې تلین په مناسبت به په چمن کې لویه ولسي غونډه جوړېږي او د هغې د بریالیتوب لپاره به چمتووالی چټکول کېږي.