تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ټرانسپورټ سکټور له سخت مالي بحران سره مخ دی، د ټرانسپورټرانو کمېټه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د ټرانسپورټرانو د ټولنې مشر حاجي حبیب‌الله بادیځی، عمومي منشي میر اکبر لېهړي، مرستیال مشر حاجي موسیٰ جان اڅکزي او نورو مشرانو ویلي چې په بلوچستان کې د ټرانسپورټ سکټور له سخت مالي بحران سره مخ دی او ټرانسپورټرانو په کروړونو روپۍ پورونه اخیستي دي. د دوی په وینا، د تېلو د بیو او کاروباري لګښتونو زیاتوالي د مسافر وړونکو بسونو چلول هم ستونزمن کړي دي. هغوی له حکومته د بېړنۍ مرستې، پر لویو لارو د مسافرو د امنیت او د غیرضروري امنیتي پوستو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. دوی خبرداری ورکړی چې که عملي اقدامات ونه شي، په بلوچستان کې به د مسافر وړونکو بسونو نظام له جدي ستونزو سره مخ شي.