کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د مرکزي کانکارۍ د کارګرانو فدراسیون مرکزي مشر لالا سلطان او نورو مشرانو په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وینا کې د پاکستان منرل ډیولپمنټ کارپورېشن د خصوصي کولو او د اجارې د لغوه کولو له وړاندیز سره مخالفت کړی دی. هغوی ویلي چې د دې پرېکړې له امله د ادارې سلګونه کارکوونکي بېروزګاره کېدای شي او د بلوچستان د ځايي خلکو اقتصادي ګټې زیانمنېدای شي. مشرانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي، د کارکوونکو دندو، معاشونو او نورو حقونو ته خوندیتوب ورکړي او د کارکوونکو د شمېر تر کمولو مخکې له کارګرانو فدراسیون سره مشوره وکړي. دوی ویلي چې ملي ادارې باید د پلورلو پر ځای د ښه مدیریت او روڼتیا له لارې پیاوړې شي.
