دوکۍ (وېب نیوز) په دوکۍ کې د آل بلوچستان سردار درمحمد ناصر فوټبال ټورنمنټ پرانیسته د سردارزاده شهریار خان ناصر له خوا د پټۍ په پرې کولو او فوټبال ته د لغت په وهلو وشوه. په لومړۍ لوبه کې خیبر افغان فوټبال کلب دوکۍ، پاک افغان فوټبال کلب پښین ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. سردارزاده شهریار خان ناصر په وینا کې وویل چې د لوبو سیالۍ ځوانانو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو، نظم او ورورولۍ د پیاوړتیا فرصتونه برابروي. په دې موقع قراردادي نصرالدین بزدار د ټورنمنټ کمېټې لپاره د ۵۰ زره روپیو او قبایلي مشر محمد اسلم ترین د خیبر افغان فوټبال کلب لپاره د ۱۵ زره روپیو ورکولو اعلان وکړ. په غونډه کې قبایلي مشران، خبریالان او د فوټبال مینهوال هم ګډونوال وو.
