کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي نیول غندلي او د هغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي په خپل بیان کې ادعا کړې چې د اصغر خان پر ضد مقدمه دروغجنه او بېبنسټه ده او نیول یې د تعصب پر بنسټ شوي دي. هغه ویلي چې د سیاسي مشرانو پر ضد غچاخیستونکې کړنې له ولسواکو اصولو سره په ټکر کې دي. زیارتوال له ملي او ولسواکو سیاسي ګوندونو غوښتي چې د دې وضعیت پر وړاندې خپل رول ولوبوي او له اړوندو چارواکو د مقدمې د ختمولو غوښتنه وکړي.
