کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د اساسي قانون، جمهوریت، پارلمان او رښتینې وفاقیت لپاره غږ پورته کوونکي سیاسي مشران له بند او محدودیتونو سره مخ کېږي. د ګوند په بیان کې راغلي چې اساسي قانون هر وګړي او ګوند ته د قانون په چوکاټ کې د خپلو نظریاتو د څرګندولو او سیاسي فعالیتونو د ترسره کولو حق ورکوي. ګوند د عمران خان او نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او په هېواد کې د اساسي قانون او ولسواکۍ د دودونو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
