کابل (وېب نیوز) د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده له افغان ځواکونو غوښتي چې د علم زدهکړې ته دوام ورکړي، د بیتالمال له موټرو او وسلو سره احتیاط وکړي، له قومپالنې او انډیوالۍپالنې ځان وساتي او د شخصي ګټو پر ځای د نظام ګټو ته لومړیتوب ورکړي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت په وینا، شیخ هبتالله په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د دې قول اردو له منسوبینو سره د خبرو پر مهال د لمانځه پر پابندۍ، د قرآن کریم د قرائت، تجوید او معنا پر زدهکړې، د اسلامي اخلاقو او ادابو پر خپلولو او د جوماتونو پر درناوي هم ټینګار کړی دی. هغه له ځواکونو غوښتي چې د خپلو مشرانو او استادانو درناوی وکړي، له بېګټې چارو ډډه وکړي، خپلمنځي یووالی وساتي او تقوا او دینداري خپله کړي.
