تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په کرک کې د ترهګرو ډزې، د ډي اېس پي عمران الدین په ګډون څلور پولیس سرتېري شهیدان شول

کرک (وېب نیوز) د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د پلټنیز عملیاتو پر مهال د ترهګرو په ډزو کې د ډي اېس پي عمران الدین په ګډون څلور پولیس سرتېري شهیدان شوي، په داسې حال کې چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پولیسو قربانۍ نه هېرېدونکې دي. هغه زیاته کړې چې پولیسو د امن او نظم د ټینګښت لپاره خپل ژوند قرباني کړی او د شهیدانو قربانۍ به بې‌ځایه نه ځي.