تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

سري لنکا د ۴۳۰ منډو هدف پوره کړ، انګلستان ته یې په دوو وېکټو ماتې ورکړه

راولپنډۍ (ویب نیوز) سري لنکا د درې اړخیزې کرکټ سیالۍ په درېیمه لوبه کې د ۴۳۰ منډو ستر هدف پوره کړ او انګلستان ته یې په دوو وېکټو ماتې ورکړه. انګلستان د خپل کپتان هیري بروک د ریکارډ جوړوونکې لوبې په مرسته ۴۲۹ منډې وکړې؛ بروک په ۱۱۶ توپونو د ۲۱ څلوریزو او ۱۰ شپږیزو په وهلو ۲۰۰ منډې جوړې کړې. د سري لنکا دوه لوبغاړي یوازې په ۲۴ منډو وسوځېدل، خو اوېشکا فرناندو ۹۷، پون رتنانایکه ۱۳۰، داسن شناکا ۹۷ او جنت لیاناګې ناسوځېدلې ۶۱ منډې وکړې او خپلې لوبډلې ته یې تاریخي بریا ور په برخه کړه. د انګلستان له لوري جوش ټنګ درې، سام کرن دوه او جېمي اورټن او لیام ډاوسن یوه، یوه وېکټه واخیسته. دې په زړه پورې لوبې یو ځل بیا وښوده چې په یو ورځنیو سیالیو کې ستر هدف هم د بریا ضمانت نه شي کېدای.