تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

په چمن کې د پولیو ضد نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه، د ماشومانو ژغورل له عمر خوړونکي معلولیت څخه ملي فریضه وبلل شوه

چمن (سید سردار محمد خوندئی)

چمن: د پولیو ضد نړیوالې ورځې په لړ کې د چمن ګورنمنټ ډیګري کالج په هال کې یوه پرتمینه غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د چمن ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي، د پاک پوځ کمانډنټ کرنل عثمان، د کالج پرنسیپل عجیب خان مروت، د پولیسو چارواکو، نورو سرکاري افسرانو، قبایلي او ټولنیزو مشرانو او د پولیو افسرانو ګډون وکړ.

د غونډې اساسي موخه د پولیو د ختمولو لپاره د ولسي پوهاوي رامنځته کول او ماشومان د ټول عمر له معلولیت څخه خوندي ساتل وو.

غونډې ته د چمن ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي، کرنل عثمان، پرنسیپل عجیب خان مروت، مجاهد خان نورزي، حافظ عزیز الله عزیزي، عنایت الله بشر دوست او نورو ویناوالو ویناوې وکړې.

ویناوالو وویل چې د پولیو ضد نړیوالې ورځې په موقع باید دا ژمنه وکړو چې خپل ماشومان به له دې خطرناکې ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره ټولې سرچینې په کار اچوو، چې د دې لپاره د مور او پلار په ګډون د ټولنې هر وګړي ته خپل رول لوبول پکار دي.

ویناوالو د لومړۍ کرښې اتلانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کولو پرمهال وویل چې د پاکستان وسله وال ځواکونه او ټول امنیتي ځواکونه زموږ د نن د خوندي کولو لپاره خپل سبا قربانوي، موږ دغو اتلانو ته سلام وړاندې کوو او پرې ویاړو.

د غونډې په پای کې په خبریالانو او نورو مېلمنو باندې ستاینلیکونه ووېشل شول.