تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د اې این پي صوبایي صدر اصغر خان اچکزي د نیول کېدو پر ضد په چمن کې بېړنۍ خبري ناسته، پر پرېکړه د بیا کتنې غوښتنه

چمن ( سید سردار محمد خوندئی )

د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبایي صدر قدرمن مشر اصغر خان اچکزي د نیول کېدو پر ضد نن د اې این پي د سرپرست صوبایي صدر سېنېټر نواب ارباب عمر فاروق کاسي لخوا د مرکزي او صوبایي مشرانو سره یو ځای د چمن پرېس کلب کې یوې ګڼې ګوڼې بېړنۍ خبري ناستې ته وینا وشوه.

خبري ناستې ته په وینا کې سېنېټر ارباب عمر فاروق کاسي وویل چې مونږ په ایین او قانون باور لرونکي خلک یو، که مونږ ته انصاف را نه کړل شو نو مونږ به د راتلونکي تګلارې په اړه غور کوو.

هغه وویل چې دا ډېره د افسوس او د حیرانتیا خبره ده چې یو پلار پخپله په عدالت کې ګواهي ورکوي او په حلفیه بیان کې وایي چې اصغر خان اچکزئ زمونږ په کیس کې ملزم نه دی، سره له دې د هغه نیول کېدل د افسوس وړ دي.

د هغه وینا وه چې مونږ ګڼو چې په داسې اقداماتو سره به مونږ تاوتریخوالي ته لاړ نه شو. صوبایي صدر په لومړۍ ورځ د ریاستی ادارو پلان ناکامه کړی وو او ټولو کارکنانو ته یې د سوله ایز پاتې کېدو لارښوونه کړې وه.

هغه وویل چې حکومت زمونږ غږ نشي خاموش کولای، حکومت ته پکار ده چې په صوبه کې د امن و امان په خرابه وضع باندې پام وکړي، چیرته چې د چا ځان او مال خوندي نه دی. په داسې اقداماتو سره د اشتعال پیدا کول هوښیارتیا نه ده.

هغه له عدالت څخه غوښتنه وکړه چې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. هغه وویل چې چمن په ځانګړي ډول او ټوله صوبه په عمومي ډول له وړاندې څخه د پولې د بندېدو له امله له بېلا بېلو ستونزو او مشکلاتو سره مخ ده.