تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د ډاکټرانو ټولنې د نومبر له لومړۍ نېټې د نامعلومې مودې هړتال اعلان کړ

کوټه (یو اېن اې) د پاکستان د ډاکټرانو ټولنې د بلوچستان څانګې اعلان کړی چې د ډاکټرانو او شخصي روغتیايي ادارو پر وړاندې د مالیاتي شرطونو پر ضد به د ۲۰۲۶ کال د نومبر له لومړۍ نېټې نامعلومه موده هړتال کوي. د ټولنې په وینا، په دولتي روغتونونو کې به هره ورځ د سهار له نهو تر لسو بجو نښاني هړتال وي او شخصي روغتونونه، کلینیکونه او لابراتوارونه به خپلې عادي خدمتي چارې بندې کړي. خو بیړنۍ څانګې، بستر ناروغانو، د جدي پاملرنې او زېږون خدمات به پرانیستي وي. ټولنې د مالیاتي شرطونو د بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده.