تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوه سلیمان ډویژن د ټولو بستونو منظوري، ژر به چارواکي وګومارل شي، وزیراعلیٰ

کوټه (یو اېن اې) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي، د کوه سلیمان ډویژن د ټولو ډویژنل بستونو منظوري ورکړل شوې او ډېر ژر به پکې افسران او کارکوونکي وګومارل شي. نوموړي ویلي، خلکو ته د هغوی تر دروازو د دولتي اسانتیاوو رسولو لپاره د کوچنیو اداري واحدونو او ولسوالیو جوړول اړین دي. هغه په رکھني کې د پرمختیايي چارو د چټکتیا او د ګوادر د ترهګریز برید په شنډولو کې د امنیتي ځواکونو هڅې هم ستایلې دي.