کوټه (یو اېن اې) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان مشر سناتور مولانا عبدالواسع ویلي، دیني مدرسې د هېواد د دیني، اخلاقي او نظریاتي بنسټ ساتونکې دي او پر ضد یې باید له بېبنسټه تورونو ډډه وشي. نوموړي د جامعې تحسین القرآن په غونډه کې وویل، اختلافونه باید د شخصیتوژنې پر ځای د شواهدو، جدي خبرو اترو او اساسي قانون له لارې حل شي. هغه د مدرسو د اساسي حقونو پر ساتنه او د زغم پر ودې ټینګار وکړ.
