اسلاماباد، کوټه (یو اېن اې) د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، له وزیراعظم شهباز شریف سره خبرو ته چمتو دی او وزیراعظم دې د اپوزېسیون دفتر ته ورشي یا دې دی د خبرو لپاره وروغواړي. نوموړي په پارلمان کې د ویناوو پر سانسور او د سیاسي مشرانو پر سپکاوي نیوکه کړې ده. هغه ویلي، د اساسي قانون د واکمنۍ، پیاوړي پارلمان او ولسواک نظام لپاره به مبارزه روانه وي.
