چمن (یو اېن اې) د عوامي نیشنل ګوند سرپرست صوبایي مشر سناتور نواب ارباب عمر فاروق کاسي د اصغر خان اڅکزي د ضمانت پر لغوه کېدو اندېښنه ښودلې او پرېکړه یې د انصاف له غوښتنو سره په ټکر کې بللې ده. نوموړي په چمن پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل، ګوند به په دې اړه چوپ پاتې نه شي او د خپل مشر د حقونو لپاره به له ټولو اساسي، قانوني او ولسواکو لارو کار واخلي.
