تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

پر ایران نوی برید به سیمه‌ییز کړکېچ زیات کړي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر

کوټه (وېب نیوز) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان ویلي، پر ایران هر نوی برید به په سیمه کې کړکېچ زیات او شخړه به پراخه کړي. نوموړي په استانبول کې د سیمه‌ییزو بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسي او خبرې اترې یوازینۍ لاره بللې ده. په غونډه کې ګډونوالو د ډیپلوماټیکو اړیکو پر دوام موافقه وکړه، په داسې حال کې چې جرمني، فرانسې او بریتانیا له تهران سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.