تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

کوټه: په بیوټمز کې د موټ کورټ پیل، د بلوچستان چیف جسټس یې پرانیسته وکړه

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان د معلوماتي ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او منجمنټ ساینسز پوهنتون (بیوټمز) د قانون په پوهنځي کې د موټ کورټ په رسمي توګه پیل شو، چې په صوبه کې د حقوقي زده کړو د پرمختګ او د وړ حقوق پوهانو د روزنې لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.

د موټ کورټ د پرانیستې مراسمو ځانګړی میلمه د بلوچستان های کورټ چیف جسټس جسټس کامران خان ملاخیل وو. په مراسمو کې د بیوټمز وایس چانسلر پروفیسر ډاکټر خالد حفیظ، پرو وایس چانسلر پروفیسر ډاکټر میرویس کاسي، د های کورټ رجسټرار، مشهور قانون پوه علي احمد کرد، د های کورټ جج صاحبانو، وکیلانو، د بیوټمز افسرانو، استادانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون وکړ.

په مراسمو کې د وینا پر مهال وایس چانسلر پروفیسر ډاکټر خالد حفیظ وویل چې د بیوټمز د قانون پوهنځی حقوقي زده کړې د اوسني وخت له غوښتنو سره سم عیاروي. هغه وویل چې حقوقي زده کړې به په دودیزو طریقو پورې محدودې نه وي، بلکې د مصنوعي ذهانت (AI)، فارنزک ساینس او عصري ټیکنالوژۍ سره به وتړل شي، څو محصلین ډیجیټل شواهد، علمي تحلیل او پیچلي حقوقي مسایل په ښه توګه درک کړي.

د بلوچستان چیف جسټس جسټس کامران خان ملاخیل په خپله وینا کې وویل چې د موټ کورټ په جوړیدو سره به د قانون محصلینو ته د فرضي مقدمو له لارې د عدالتي کاروایۍ عملي تمرین، حقوقي څیړنې، د کیس تیاري او په محکمه کې د موثر دلایلو وړاندې کولو غوره موقع ترلاسه شي. هغه وویل چې له دې روزنې څخه به په محصلینو کې باور، تنقیدي فکر او مسلکي اخلاق پیدا شي چې د یو بریالي وکیل لپاره اړین دي.

چیف جسټس وویل چې د بلوچستان های کورټ به د بیوټمز د قانون پوهنځي د تخنیکي مرستې او د تعلیمي معیار د لوړولو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. هغه په صوبه کې د لوړو زده کړو او د عصري تعلیمي بهیرونو د ودې په برخه کې د بیوټمز رول وستایه او د موټ کورټ جوړیدل یې یو ښه ګام وباله.