تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

عمران خان به په هېڅ بیه یوازې پرېنږدو، محمود خان اڅکزی

اسلام‌اباد/کوټه (وېب نيوز) د قومي اسمبلۍ اپوزېسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، دی او علامه ناصر به د عمران خان ملاتړ ته دوام ورکوي او په هېڅ بیه به یې یوازې پرېنږدي. نوموړي په یوه مرکه کې د مانادارو سیاسي خبرو، د پارلمان د برلاسۍ، ازادو ټاکنو او د اساسي قانون له مخې د ادارو د فعالیت غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، د هېواد سیاسي کړکېچونه د خبرو اترو، ولسواکۍ او د صوبو د حقونو په درناوي حل کېدای شي.