تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

حکومت د پټرولو بیه پر خپل ځای وساتله، ډیزل یو روپۍ او ۹۱ پیسې ګران شو

کوټه (وېب نیوز) وفاقي حکومت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې پورې د پټرولیمي محصولاتو نوې بیې اعلان کړې دي. د اعلان له مخې، د پټرولو د یوه لېټر بیه ۳۷۷ روپۍ او ۷۱ پیسې پر خپل پخواني نرخ پاتې ده، خو د تېز رفتار ډیزل بیه په هر لېټر کې یو روپۍ او ۹۱ پیسې لوړه شوې ده. له دې زیاتوالي وروسته د ډیزل نوې بیه ۳۹۳ روپۍ او ۶۶ پیسې فی لېټر ټاکل شوې ده. د پټرولیم څانګې په وینا، د بیو په ټاکلو کې د نړیوال بازار د تېلو نرخونه، د وارداتو لګښتونه او نور اړوند عوامل په پام کې نیول شوي دي. نوې بیې د اکتوبر د ۲۴مې له شپې ۱۲ بجو څخه د اکتوبر تر ۲۶مې پورې نافذې دي.