تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

په تربت کې له پولیسو سره نښته، یو مشکوک کس وژل شوی

تربت (وېب نيوز) د کیچ ولسوالۍ په جوسک سیمه کې د پولیسو او درېیو مشکوکو موټرسایکل سپرو ترمنځ په ډزو کې یو مشکوک کس وژل شوی او دوه نور تښتېدلي دي. د پولیسو په وینا، مشکوکو کسانو د تعقیب پر مهال پر پولیسو ډزې کړې دي. د جوسک د تاڼې مشر حاجي منصور بلوچ او نور پولیس خوندي پاتې شوي دي. د تښتېدلو کسانو د نیولو لپاره لټون روان دی.