تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د شیراني د ضلعي مرکز د بېرته فعالولو لپاره پرلت ۲۴۵مې ورځې ته ورسېد

شیراني (وېب نيوز) په ستنو راغه کې د شیراني د ضلعي مرکز د قانوني حیثیت د بېرته بحالولو، د دولتي دفترونو د فعالولو او د خلکو د ستونزو د حل لپاره پرلت په ۲۴۵مه ورځ هم روان و. د آل شیراني حریفال اتحاد مشرانو غوښتنه وکړه چې د ځمکې په اړه دې شوی تړون لغوه او ځمکه دې اصلي مالکانو ته وسپارل شي، یا دې د ضلعي مرکز قانوني حیثیت بېرته بحال شي. هغوی د سړکونو د جوړولو او ترمیم غوښتنه هم وکړه.