تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

له ایرانه د روسي ډیپلوماټانو او کارپوهانو د ایستلو خبرونه رد شول

کوټه (وېب نیوز) په تهران کې د روسیې سفارت له ایرانه د خپلو ډیپلوماټانو او د بوشهر اټومي برېښناکوټ د روسي کارپوهانو د ایستلو راپورونه رد کړي دي. سفارت ویلي، نه خپل کارکوونکي بېرته رابولي او نه هم له اټومي برېښناکوټ څخه د کارپوهانو د ایستلو کوم پلان شته. د سفارت په وینا، په ایران کې د روسیې فعالیتونه د معمول له مخې روان دي.