تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

فاروق عبدالله: د پاکستان له وېرې هند اشغال شوې کشمیر ته زیان نه شي رسولی

کوټه (وېب نیوز) د اشغال شوې کشمیر پخواني اعلی وزیر او د نېشنل کانفرنس مشر فاروق عبدالله ویلي، د پاکستان د وېرې له امله هند اشغال شوې کشمیر ته زیان نه شي رسولی او کشمیریان باید د خپلو حقونو لپاره سره یو موټی شي. نوموړي په سرینګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، پاکستان په هر فرصت کې د کشمیریانو ترڅنګ ولاړ دی او په نړیواله کچه د کشمیر مسئله راپورته کوي. فاروق عبدالله پوښتنه وکړه چې ایا کشمیریان د ډیلي له حکومت څخه د انصاف تمه لرلی شي؟ هغه زیاته کړه، که کشمیریان په زړورتیا د خپلو حقونو لپاره مبارزه ونه کړي، نو د هغوی شتون له خطر سره مخ کېدای شي. نوموړي د کشمیریانو په اړه د هند پر پالیسۍ هم نیوکه وکړه.