کوټه (وېب نیوز) په منځني ختیځ کې د جګړې اندېښنو او د هرمز تنګي کې پر تېل وړونکو بېړیو د بریدونو د راپورونو له امله په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې لوړې شوې دي. د نړیوالو خبري اژانسونو د راپور له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه یو بېرل ته ۱۱۷ ډالرو او ۴۵ سېنټو ته ورسېده، خو وروسته په ۱۱۶ ډالرو او ۷۲ سېنټو وتړل شوه. د امریکايي خامو تېلو بیه هم یو بېرل ته ۱۰۳ ډالرو او ۲۷ سېنټو ته لوړه شوه. ایراني دولتي ټلوېزیون ادعا کړې چې په روانه اوونۍ کې د هرمز تنګي کې اووه تېل وړونکې بېړۍ د بریدونو یا ماینونو ښکار شوې دي. بل لور ته، په سعودي عربستان کې د تېلو پر تاسیساتو د یمني حوثیانو د بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که په سیمه کې د تېلو تاسیساتو ته نور زیان ورسېږي، د خامو تېلو بیه ښايي یو بېرل ته ۱۵۰ ډالرو ته لوړه شي.
