کوټه (وېب نيوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) سناتور پروېز رشید ویلي، د نویو صوبو یا اداري واحدونو د جوړولو پرېکړه به په پارلمان کې له ګډې موافقې وروسته کېږي. نوموړي په خپل بیان کې ادعا کړې چې د پنجاب په وروسته پاتې ضلعو کې هم د لاهور په څېر پرمختیايي کارونه روان دي او په کوچنیو ضلعو کې هم برېښنايي بسونه چلېږي. پروېز رشید ویلي، د پنجاب حکومت له ځايي حکومتونو د ټاکنو څخه تېښته نه کوي، خو د موسمي حالاتو او روژې میاشتې له امله یې په ټاکنو کې د ځنډ غوښتنه کړې ده.
