کوټه (وېب نيوز) د سلطان آف جوهر د ځوانانو د هاکۍ جام ۲۰۲۶ په پایلوبه کې پاکستان د کوربه مالیزیا پر وړاندې د شوټاوټ په پړاو کې ۳-۴ ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. لوبه چې د مالیزیا په جوهر بهرو ښار کې ترسره شوه، په ټاکلي وخت کې دوه ـ دوه مساوي پای ته ورسېده. پاکستان په دویم کوارټر کې د رانا ولید د پنالټي کارنر او د محمد عثمان د ګول په مرسته دوه ګوله مخکښ شو، خو مالیزیا بېرته لوبې ته راوګرځېده او نتیجه یې مساوي کړه. په شوټاوټ کې د پاکستان له لوري رانا ولید دوه او حمزه علي یو ګول وکړ، خو محمد عماد په وروستۍ هڅه کې ګول ونه شو کړای. پاکستان له لسو کلونو ځنډ وروسته د دې سیالیو پایلوبې ته رسېدلی و. د پاکستان هاکۍ فدراسیون د ځوانانو د لوبډلې او روزنیز کارکوونکي هڅې ستایلې او د سپینو زرو مډال یې د هڅونې وړ لاسته راوړنه بللې ده.
