کوټ(ویب نیوز)د بلوچستان په کلا سیف الله ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ردالفتنه ۳ عملیاتو په ترڅ کې د فتنه الخوارج قوماندان عادل شاه، چې په درویش مشهور و، وژلی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، نوموړی د ۲۰۲۰ کال له ډسمبر راهیسې له ډلې سره تړلی و او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې د ډلې مالي چارې څارلې. سرچینې ادعا کوي چې هغه په ژوب، شیراني او شعبان سیمو کې د غیر سیمهییزو وسلهوالو د استوګنې په برابرولو او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او د پیسو لپاره د تښتونو په پېښو کې لاس درلود. د سرچینو په وینا، د هغه پر ضد د ترهګرۍ ضد محکمو کې ۱۹ مقدمې ثبت وې او د نیولو په اړه یې د معلوماتو ورکولو لپاره ۲۵ لکه روپۍ انعام ټاکل شوی و. صوبايي چارواکو دا عملیات د ترهګرۍ پر ضد د هڅو برخه بللې او ویلي یې دي چې د وسلهوالو او د هغوی د ملاتړو پر ضد به اقدامات روان وي.
