تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په دوو کلونو کې له ۱۱ لکو زیات ناقانونه بهرني وګړي بېرته لېږل شوي، حمزه شفقات

کوټ(ویب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو اضافي مشر حمزه شفقات ویلي چې صوبايي حکومت د ملي اقدام پلان د عملي کولو په ترڅ کې په تېرو دوو کلونو کې د افغان وګړو په ګډون له ۱۱ لکو زیات ناقانونه مېشت بهرني وګړي خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي. د هغه په وینا، د دې اقدام موخه د صوبې د امنیتي وضعیت ښه کول او له اقتصادي ستونزو سره مقابله ده. نوموړي وویل چې د ناقانونه مېشتو بهرنیانو ستنول د ملي اقدام پلان برخه ده.