تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په کوهلو کې د بندونو د پاکولو او ترمیم چارې روانې دي

کوهلو (ویب نیوز) د بلوچستان د کوهستان مری ولسوالۍ په بېلابېلو بندونو کې د پاکولو او ترمیم چارې روانې دي. د چارواکو په وینا، دا پروژې د اعلی وزیر د پرنسپل سیکرټري عمران زرکون په هڅو پیل شوې او د اوبو لګولو ادارې اجرائیوي انجینر محمود خان مندوخېل یې څارنه کوي. د دې کار موخه د بندونو د اوبو زېرمه کولو وړتیا ساتل، د باران اوبه خوندي کول او د سیمې د خلکو د اوبو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته ده.