تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د خضدار ـ شهدادکوټ پر سړک پل په چاودنه کې ویجاړ شو

خضدار (ویب نیوز) د خضدار ولسوالۍ د کرخ تحصیل په لکهاړو سیمه کې نامعلومو کسانو د خضدار ـ شهدادکوټ پر لویه لار د یوه ویالې پر سر جوړ پل په چاودېدونکو توکو ویجاړ کړی دی. پېښه تېره شپه شوې او د پل یوه لویه برخه یې زیانمنه کړې، چې له امله یې پر سړک تګ راتګ اغېزمن شوی دی. لېویز او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او د پېښې د پلټنو او د تورنو کسانو د موندلو هڅې یې پیل کړې دي.