کوټ(ویب نیوز)د بلوچستان صوبايي د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو په کلا سیف الله کې د امنیتي ځواکونو عملیات ستایلي او ویلي یې دي چې د ترهګر قوماندان وژل کېدل د امن دښمنانو ته څرګند پیغام دی. نوموړي د امنیتي ادارو هڅې او قربانۍ د ستاینې وړ بللې او ویلي یې دي چې د تلپاتې سولې لپاره د وسلهوالو د شبکو، ملاتړو او اسانتیا برابرونکو پر ضد هم اقدامات اړین دي. د هغه په وینا، د بلوچستان حکومت به د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب او د امن د ټینګښت لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
