تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د پاکستان پر لور د پولو تړلو او د اېل پي جي پر صادراتو د بندیز خبرونه بې‌بنسټه دي، ایراني سفیر

کوټ(ویب نیوز)ایراني سفیر رضا امیري مقدم پاکستان ته د پولو د تړلو او د اېل پي جي په ګډون پر نورو توکو د صادراتو د بندیز خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې ایران پاکستان ته د توکو پر صادراتو هېڅ بندیز نه دی لګولی. د هغه په وینا، د اېل پي جي د لېږد خنډ د پاکستان د وارداتو د کړنلارې او د برېښنايي فورم د طریقې د بدلون له امله رامنځته شوی دی. نوموړي د ټولنیزو رسنیو هغه خبرونه بې‌بنسټه بللي چې ګواکې ایران پاکستان ته خپلې پولې تړلې دي.