کوټ(ویب نیوز)د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع ویلي چې ګوند به د اساسي قانون د برلاسۍ، ولسواکو ارزښتونو او د خلکو د حقونو د ساتنې له مبارزې لاس وانخلي. نوموړي له کارکوونکو سره په خبرو کې وویل چې بلوچستان له طبیعي سرچینو او ګازو سره سره له بنسټیزو اسانتیاوو، په ځانګړي ډول د ګاز له کمښت سره مخ دی. هغه غوښتنه وکړه چې په صوبه کې د ګاز کمښت او نااعلان شوې لوډشیډنګ ختمه شي، خلکو ته د سرچینو مناسبه برخه ورکړل شي او د تعلیم، روغتیا، روزګار او نورو اسانتیاوو برابرول یقیني شي.
