کوټ(ویب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اسلامآباد کې د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له ځانګړي مرستیال ریاض خان سره د ادعا شوي اختطاف ته ورته نیولو، ګواښونو او بلیک مېل کولو غندنه کړې او د اړوندو پولیسو پر ضد یې د اقدام غوښتنه کړې ده. د ګوند مشرانو عبدالرحیم زیارتوال، آغا سید لیاقت علي او عبدالقاهر خان ودان په ګډ بیان کې د پېښې د شفافو پلټنو او د مسؤلو پولیسو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه کړې ده. د هغوی په وینا، د اساسي قانون، ولسواکۍ، پارلمان د خپلواکۍ او د وګړو د حقونو ساتنه اړینه ده او د هېواد د لا زیانمنېدو د مخنیوي لپاره باید قانون ته درناوی وشي.
