تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د لږ ګاز استعمال باوجود درانه بلونه؛ پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د نوټس غوښتنه وکړه

کوټ(ویب نیوز)پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د لږ ګاز استعمالوونکو ته د درنو بلونو استول غندلي او له اعلی وزیر بلوچستان، د بلوچستان هایکورټ له مشر قاضي، اوګرا او اړوندو چارواکو یې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده. د ګوند په وینا، ځینو مصرفوونکو ته د ګاز د یوازې ۲۶ یونټونو پر استعمال ۱۸ زره او ۴۱۰ روپۍ بل استول شوی، په داسې حال کې چې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز فشار هم کم دی. ګوند غوښتنه کړې چې د بلونو پلټنه وشي، د لګښتونو او مالیاتو تفصیل خپور شي، د بې‌نظمۍ په صورت کې بلونه سم شي او مصرفوونکو ته اسانتیا ورکړل شي.